اسرائیلو نن سهار یو خل بیا غزه کې د فلسطیني کډوالو خیمې په نښه کړي

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې پر تړانګه د نوي بریدونو د څپې ۳۶مه ورځ؛ اسرائیلي رژیم نن سهار وختي د خان یونس او غزې په نورو سیمو کې د فلسطیني کډوالو پر خیمو بمبار وکړ.
راپورونه وايي، تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۴۲ فلسطینیان وزل شوي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.
د غزې په تړانګه کې د دغه جنایتونو د دوام ترڅنګ، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د غزې د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
انروا (UNRWA) ویلي، د اسرائیلو لوري د بریدونو له بیا پیلېدو راهیسې ۶۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي، همدارنګه، د یونیسف اعلامیو له مخې، په غزې کې تر ۱۶۰۰ زیات نور ماشومان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د اسرائیلو له لوري د غزې د ۵۰ ورځني بشپړې محاصرې وروسته، د خوراکي توکو زېرمې په خطرناکه کچه کمې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي او د حماس د غزې مشر خلیل الحیه په مشرۍ یو پلاوی قاهرې ته تللی دی.
د نن سې شنبې ورځې په اعلان سره چې د اسرائیلو پر ضد د نړیوالې غصې ورځ ده، د اسرائیلو د کورني امنیت شورا په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
په همدې حال کې، په اشغال شوې خاوره کې هم زرګونه کډوالو په تل ابیب کې پراخ لاریونونه کړي او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا، د امریکا له لوري پر یمن د بریدونو په دوام، نن سهار وختي د امریکا جنګي الوتکو یو ځل بیا د اسرائیلو په ملاتړ د یمن ځینې سیمې تر برید لاندې نیولي.
پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په دوام ، نن ورځ د بیروت په جنوب کې یوه موټر د اسرائیلي پوځ د بې پیلوټه الوتکې د برید موخه وګرځیده.