راپورونه

د طالبانو د کانونو وزیر د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سره لیدلي دي.

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر په دې لیدنه کې اعلان کړی چې دا هېواد چمتو دی د ګډو صنعتي پارکونو په جوړولو سره، په افغانستان کې د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي پوهه شریک کړي.

اتابک همدارنګه د دوه اړخیزو تړونونو پر عملي کولو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دې همکارۍ پایلې به د دواړو هېوادونو د پرمختګ، هوساینې او اقتصادي امنیت په ګټه تمامې شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر تېره ورځ د ایران د البرز ولایت په نړیوال کانونو نندارتون کې هم ګډون کړی و.

نوموړي په خپلو خبرو کې افغانستان یو باثباته هېواد بللی چې په کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه شته.

د هدایت الله بدري ویلي، د افغانستان او ایران دښمنان د پراخو تبلیغاتو له لارې هڅه کوي د دې دواړو هېوادونو وضعیت تورن کړي، خو اوس د سوداګریزو او اقتصادي همکاريو د پراخولو لپاره یو استثنایي فرصت رامنځته شوی چې د دواړو خواوو په ګټه دی.

بدري ایراني خصوصي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او ویلي یې دي چې طالبان د ګاونډیو هېوادونو له تجربو په استفادې، په افغانستان کې د کانونو له مؤثره استفادې هڅه کوي.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد آقاجانلو هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د تهران او کابل ترمنځ اقتصادي همکارۍ زیاتې شوې او دواړه هېوادونه داسې ظرفیتونه لري چې د یو بل په بشپړولو سره د دواړو هېوادونو د هوساینې او ابادۍ لپاره کار کولی شي.

د هدایت‌الله بدري دا سفر ایران ته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د ۵ میلیارده ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، لیتیوم او تېلو او ګازو په ګډون د بډایه معدني زیرمو لرونکی هېواد دی چې تل یې د بهرنیو پانګوالو پام ځان ته اړولی دی.