طالبانو د ترکیې ژبو هېوادونو سازمان وروستۍ اعلامیې ته غبرګون وښود

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ترکي ژبو هیوادونو سازمان د وروستي اعلامیې په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د ټولو وګړو د ګډون پر بنسټ د یو ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه یې کړې وه، وویل چې دا موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله ده او افغانان به یې پخپله حل کړي.
د ترکي دولتونو سازمان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولو وګړو د ګډون پر بنسټ د یو حکومت د جوړولو ملاتړ کړی و.
ذبیح الله مجاهد د دې اعلامیې په ځواب کې، پرته له دې چې په مستقیم ډول د ټولشموله حکومت جوړولو ته اشاره وکړي، وویل چې افغانان به د افغانستان کورنۍ چارې پخپله مدیریت کړي، ځکه دا یوه کورنۍ اړتیا ده.
خو نوموړي زیاته کړه چې نور هیوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي او په اقتصادي برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان له ترکي ژبو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په دیپلوماتیکو او اقتصادي برخو کې د دې هیوادونو سره د لا زیاتو او غوره اړیکو هیله لري.
هغه دا ډاډ هم ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.
تر دې مخکې د ترکي دولتونو سازمان په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو د رعایت، د ټولو افغانانو د بنسټیزو حقونو او ازادیو د تامین او د تبعیض پرته د ټولو وګړو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی و او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ پیاوړتیا او قاطع اقداماتو غوښتنه یې کړې وه.
په اعلامیه کې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون، د دې هیواد د بانکي نظام نړیوال مالي نظام ته د بېرته ستنېدو، د مالي شفافیت او حقوقي اصلاحاتو د پلي کولو پر اهمیت ټینګار شوی و، ترڅو د اقتصادي بیا رغونې بهیر اسانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرني او سیمه ییز هیوادونه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.
د ټولشموله حکومت جوړول، د بشري حقونو درناوی، په تېره بیا د ښځو د حقونو رعایت، لکه د کار او زده کړې حق، د بیان ازادي او نور، هغه شرطونه دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې شوي دي.
د کابل چارواکي په دې باور دي چې د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرطونه یې پوره کړي، خو لا هم د نړیوالې ټولنې رضایت نه دی ترلاسه کړی.