مایکرو سافټ د ۹ زره کارکوونکو د ګوښه کېدو اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ټکنالوژۍ نړیوالې کمپنۍ مایکروسافټد خپلو شاوخوا ۹ زره کارکوونکو د ګوښه کېدو اعلان کړی، چې دا د ۲۰۲۳ کال وروسته د دې کمپنۍ تر ټولو د زیات شمېر کارکوونکو د ګوښه کېدو خبر دی.
د دغه کمپنۍ ویاند وايي، دا اقدام د نړیوالې بدلېدونکې مارکیټ په رڼا کې د کمپنۍ موثریت او نوښت زیاتولو لپاره شوی دی .
د امریکی رسنۍ سي اېن اېن ویلي، دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲مه شوې او دا د وروستیو میاشتو دریمه مرحله وار ګوښه کېدنه ده.
د مایکروسافټ ویاند وايي، موږ تنظیمي بدلونونه راولو ترڅو کمپنۍ او د هغې ډلې په نوي، متحرک او سیالۍ مارکیټ کې بریالي شي.
د مایکروسافټ لخوا د کارکوونکو کمولو یو لوی لامل په کمپنۍ کې د مصنوعي ذکا (AI) زیاتیدونکی استعمال دی.
د کمپنۍ اجرائیوي مشر ستیا نډیلا وايي، د مایکروسافټ شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ فیصده سافټویر کوډ اوس د AI له لارې جوړېږي.
د مایکروسافټ سربېره، ګوګل، امیزون، میټا او نورو لویو کمپنیو هم په وروستیو میاشتو کې زرګونه کارکوونکي ګوښه کړي.
د یادونې وړده، چې مایکروسافټ په ۲۰۲۳ کال کې هم ۱۰ زره کارکوونکي ګوښه کړي وو.