راپورونه

د هنیه فاتحه روا او د ګیله‌من غایبانه جنازه ناروا؛ ځینې کسانو سخت غبرګونونه ښودلي

وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د ګیله‌من وزیر غایبانه جنازې ته اجازه ور نه کړه، اوس یو شمېر افغانانو په کابل او ننګرهار کې د هنیه د فاتحې مراسمو ترسره کېدو ته غبرګونونه ښودلي او طالبان یې په دوه ګوني چلند تورن کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی ګیله من وزیر د چنګاښ په ۱۸ مه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د چړې په یوه برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته څه ورکړه. 

له هغه وروسته یو شمېر کسانو غوښتل چې د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د ګیله‌من وزیر غایبانه جنازه ترسره کړي، طالبانو یې مخه ونیوله خو بیا هم ځینو کسانو په حضوري چمن کې جنازه وکړه.

د اسلامي امارت ځینو غړو بیا غایبانه جنازه ناروا ګڼلې وه او ویلي و چې ځکه خو یې مخنیوی کړیدی.

تېره اونۍ بیا په ایران کې د حماس د سیاسي دفتر اسماعیل هنیه تېره اونۍ په یوه برید کې ووژل شو، هغه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللي و او په قطر کې خاورو ته وسپارل شو. 

له هغه وروسته په کابل او  ننګرهار کې د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه فاتحه واخیستل شوه.

 د هنيه د فاتحې د دې مراسمو ډېری ګډونوال طالب چارواکي، د دوی پلويان او ددې ډلې غړي وو.

دغه دوه‌ګوني چلند ته غبرګونونه

 يو شمېر عام هیوادوال او د پښتنو حقونو فعالان په کابل او ولايتونو کې د ګيله‌من وزير غايبانه جنازې ته د طالبانو له لوري د اجازې پر نه ورکړې کلکې نیوکې لري.

له دغې ډلې یو تن چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي که طالبان له فلسطين سره په دې دليل خواخوږي کوي چې ګڼې مسلمانان دي او حقونه يې د اسراييلو لخوا تلف شوي نو د ګيله‌من پر ننګه درېدل هم د طالبانو مسووليت دی او بايد ملاتړ يې وشي.

 دی وایي، ګيله‌من هم مسلمان او پښتون دی، له پنجابي استعمار يې د خپلې ازادۍ، د لوی افغانستان د برحقې داعيې په ملاتړ او د پښتنو په خاوره کې د پنجابي حکومت لخوا د روانو ظلمونو، جګړو، بې‌ګناه وژنو، نااراميو د مخنيوي او په دې خاوره کې يې د سوکالۍ د راتلو په موخه خپله مبارزه دوامداره ساتلې وه.

 د هغه په وینا، د پاکستان حکومت په  خیبر پښتونخوا او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د پښتنو په سیمو کې روغتونونه، ښوونځي، کلینیکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې نشته. لویې او مهمې پروژې په پنجاب کې عملي کېږي او هغه پښتانه په نښه کېږي چې د خپل حق غوښتنه کوي.

 دی زیاتوي د طالبانو لخوا د اسماعيل هنيه د فاتحې اخيستل د ګيله‌من وزير له غايبانه جنازې سره مخالفت دا تداعي کوي چې دا ډله لا هم د پاکستان تر پراخ او بشپړ نفوذ لاندې ده او د هغوی په دستور په افغانستان کې هر کار کوي.

 د جان آغا په نوم يو هېوادوال وايي، «طالبانو د پاکستان په اشاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ګيله‌من وزير غايبانه جنازې ته اجازه ورنه کړه. دوی چې ځانونه د افغانستان حاکمان بولي، لا هم پرې پاکستان نفوذ لري.»

 ځینو کسانو هم ورته څرګندونې کړي دي.

يو شمېر سرچينو ويلي، چې طالبانو راتلونکو ورځو کې د اسماعيل هنيه د فاتحې او ختم نور مراسم هم په پلان کې لري.