راپورونه

د تاج‌میر جواد د نازولي عبدالحمید خراساني او ذبیح‌الله مجاهد ترمنځ ناندارۍ او لفظي شخړه

 د ایران په اړه د عبدالحمید خراساني له توندو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایران تسنیم خبري اژانس سره په  خبرو کې نوموړی یو “بې‌کوره او بې‌پروا” انسان بللی او ویلي یې دي چې هغه د طالبانو په حکومت کې دا مهال هېڅ دنده او مقام نه لري.

په دې وروستیو کې عبدالحمید خراساني د ایراني پولیسو له لوري د یو افغان ماشوم د وهلو ډبولو په غبرګون کې د ایران پر رژيم کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغوی په زور او جبر افغانان نیسي، ظلم پرې کوي او بېرته یې افغانستان ته رالیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون (یکشنبه، د اګسټ ۱۱مه) تسنیم خبري اژانس ته ویلي د عبدالحمید خراسانۍ وروستۍ څرګندونې د ده شخصي نظر دی او د طالبانو په حکومت پورې هېڅ تړاو نه لري.

 مجاهد وايي، خراساني دا مهال په افغانستان کې هېڅ دنده او مقام  نه  لري.

خراساني چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د لومړي مرستیال تاج‌میر جواد نيږدې کس دی، وخت نا وخت توندې څرګندونې کوي. د کره معلوماتو پر اساس، دغه تاجک‌تباره قوماندان تاج‌میر جواد له خپل ځان سره ساتلی او په مناسبو ځایونو کې یې کاروي.

تاج میر جواد چې د حقاني شبکې له نوموتو قومندانانو څخه دی، د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې د کابل شاوخوا ولایتونو په شبکه یی ترورونو او سترو چاودونو کې مخامخ ښکېل و.

نوموړی چې په دواړو سترګو ړوند او یو لاس او یوه پښه یې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړي، د حقاني شبکې په سهم کې د استخباراتو ریاست لومړی (اپراتیفی) مرستیال دی او له ځانګړي صلاحیت څخه برخمن دی.

درې کاله وړاندې هغه مهال چې طالبان واکمن شول او یوازې د پنجشېر ولایت مقاومت کاوه، طالبانو د خراساني په مرسته ډېر په اسانۍ دغه ولایت سقوط کړ. د نوموړي په همکارۍ د طالبانو مخالف پنجشېریان د ده په واسط ونیول شول او یا یې هم په  اړه طالبانو ته معلومات ورکړل.

نوموړی په اوایلو کې د پنجشېر د امنیت امر و خو وروسته د پکتیا د احمدابا ولسوال وټاکل شو.

 خراساني دا مهال ځان د بدري قطعې قوماندان بولي او د کابل خیرخانه کې د خورشید ټلویزیون د مشر حاجي همایون په کور کې اوسېږي. حاجي همایون د امان ‌الله ګذر د تره زوی دی.

 د ده په اړه دا معلومات هم شته چې د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح موټرو کې ګرځي.

 له  تسنیم سره د ذبیح‌الله مجاهد تر دغو څرګندونو وروسته یو ځل بیا عبدالحمید خراساني توند غبرګون ښودلی او د طالبانو حکومت یې یو قبیلوي او د غني تر حکومت بدتر بللی دی.

خراساني د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ” که پوهېدلی چې ستاسو اوسنی قببلوي نظام د اشرف غني له فاشستي حکومت بدتر دی او د قومپالنې او واک د انحصار پر لوري روان دی، نو زموږ مسیر به بلې خوا ته وو. اوس به د ظلم او تعصب پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوله.”

خراساني د خپلو خبرو پر مهال ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نورو قومونو سلګونه زره وګړي صحرايي محاکمه کړل او کوي یې. خراساني زیاتوي، ” اسلام د طالبانو لپاره یوه وسیله ده او د نورو د غولولو لپاره د شریعت له نومه استفاده کوي.”

 خراساني چې دا مهال ځان د طالبانو د بدري قطعې قوماندان بولي، د استخباراتو عمومي ریاست د لومړي مرستیال تاج‌میر جواد لخوا یې ملاتړ کېږي او په خاصو مواردو کې ورڅخه ګټه اخلي. ویل کېږي جواد د طالبانو په لیکو کې د ننه خپل مخالفین  خراساني ته ورته کسانو باندې ځپي.

 خراساني د روان کال په غوايي میاشت کې خپل نظامي وسایل او وسله  پر ځمکه کېښودل او د طالبانو له لیکو یې لار جلا کړه.

 نوموړي په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د یاد ولایت د ځینو اعتراض‌کوونکو ملاتړ کړی و، هغه مهال بدخشان کې یو شمېر کسانو د طالبانو له لوري د دوی د کښتونو د اړولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل چې دغه کسان د طالبانو له لوري سخت وځپل شول.