د امر بالمعروف د نوي قانون په وړاندې د غبرګونونو دوام، رواداري: دا قانون به جنسیتي تبعیض لا پسې زیات کړي.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون په اړه په نړیواله کچه غبرګونونه مخ په پراخېدو دي.
د روادري په نوم د بشري حقونو بنسټ خبرداری ورکړی چې د طالبانو نوی توشيح شوی قانون به جنسيتي تبعیض لا پسې زیات کړي .
دغه بنسټ په یوه خبرآنه کې ویلي چې طالبان له شریعت نه افراطي او سخت تعیبر جوړوي چې د تاوتریخوالي او د انساني کرامت د تر پښو لاندې کولو د زیاتېدو ملامل به شي.
روادارۍ سازمان ویلي چې د طالبانو دغه چلند نه یوازې د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې په ټولنه کې د وېرې او ژورې بې باورۍ فضا هم رامنځته کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي په افغانستان کې د ښځو د غږ خپ کول د کرکې خبره ده.
دغه سازمان په خپل اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې افغان میرمنې به دې وروسته په عامه ځایونو کې د سندرو په ویلو او خبرو کولو له امله هم سزا ګوري.
په بیان کې راغلي دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې میرمنې حق لري چې زده کړې وکړي، سندرې ووايي، او دا چې دخپلې خوښې لباس پر تن کړي.
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي د افغان ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې نه شي زغملای.
په اعلامیه کې د دې ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزپ بورل له قوله راغلي دي چې د اروپايي ټولنې غړي د دغه نوي قانون له امله حیران او اندېښمن دي.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون چې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۱ مه اعلان شو ۳۵ مادې لري.
په دې قانون کې د ښځو په ازادیو نوي محدودیتونه لګول شوي دي.
په دې قانون کې ان د ښځې غږ اورت بلل شوی او ټینګار شوی چې میرمنې دې سندرې نه وايي او ان په لوړ اواز د قرات نه کوي.
دغه قانون د نړیوالې ټولنې له پراخه نیوکو سره مخ شوي خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې په دې اړه د نړیوالو اندېښنې بې اساسه بللي او ویلي دي چې د امر بالمعروف ردونکي د ایمان له زوال سره مخ دي.