د اسلامي همکاريو سازمان د پيل له رسمي مراسمو د اميرخان متقي ويستل او د افغانانو غبرګون!
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا اميرخان متقي چې دوه ورځې وړاندې د اسلامي همکاريو سازمان پنځوسمې غونډې ته د کاميرون هېواد ته تللی و، نن د دغه غونډې د پیل په رسمي مراسمو کې نه دی پرېښودل شوی چې په ډلهييزو رسمي انځورونو کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو له وزيرانو ودرېږي.
درې کاله وړاندې هم په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو د سازمان د ناستې په پيل کې اميرخان متقي په رسمي مراسمو کې نه و پرېښودل شوی خو په غونډه کې د يوه عام ګډونوال په توګه په دې شرط د ناستې اجازه ورکړل شوې وه چې د طالبانو بيرغ به ورسره نه وي.
تر اوسه د نورو نړيوالو په څېر د اسلامي همکاريو د سازمان يوه غړي هېواد هم طالبان او د دوی حاکميت په رسميت نه پېژني. د طالبانو د رسميت پېژندنې په وړاندې لوی خنډونه د دوی له خوا په مسلسله توګه د بشري حقونو نقض، پر ښځو بنديزونه، د نجونو د زده کړو مخالفت، د دوی په ليکو کې د مخدره موادو د نوموتو قاچاقبرانو شتون، د جنګي مجرمينو واک، او د جمهوري ارزښتونو نه منل ګڼل کېږي.
ځينو افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې د دغې موضوع په اړه رنګارنګ غبرګونونه ښکاره کړي:
د زيارمل افغان په نامه يوه ځوان طالبانو ته ليکلي:
«د دې پر ځای چې بېرون منډې رامنډې وهئ، ملت ته رجوع وکړئ، د ملت غوښتنې ومنئ او دا د هرې ورځې نوي نوي بنديز پر ځای ورته ازادي ورکړئ؛ ملت خوشحاله کړئ چې نړیوال مو هم در نه راضي شي».
شېرحسن ساپي د طنز په توګه ليکلي: «طالبان وايي چې عکس اخيستل کبيره ګونا ده».
فیض الله ضلال ليکلي: «په ازبکستان کې د ګډ بازار د پرانستې په مراسمو کې يې ورته بيرغ نه دی پرېښی، د اسلامي همکاريو سازمان يې په عکس کې نه پرېږدي؛ د خدای په لحاظ څه وو او څه شوو؟؟»
د پوهنتون پخوانی استاد دوکتور عبدالکریم توتاخېل لیکلي: “چا ته چې فیض حمید مشروعیت ورکړي او له ملت نه مشروعیت نه غواړي، همدا یې سرنوشت ده. سړی له زړه د افغانستان لویدلي وقار ته خفه شي. رب دې نور موږ پوه کړي چې سره پوه شو او سم سره پوه شو”.
د عبدالخليل په نامه يوه کس د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ته په اشاره ليکلي: « هغوی ډارېدل چې ځانمرګی بريد ونکړي».
عبدالسميع مياخېل په نامه د ټولنيزو رسنيو يوه کاروونکي ليکلي: «که دا خبر رښتيا وي نو بايد طالبان پر داخلي او خارجي سياست تجديد نظر وکړي، کنه نو بېخي به د شرم خبره وي چې دغسې پېښه بیا تکرار شي.
رحمن الله وردګ ليکلي: « دا نو بېخي بې انصافي ده چې په انفرادي توګه ورسره ملاقاتونه کوي او په ګډو مراسمو کې ورسره ګډون ته يې نه پرېږدي».
عالم نوري په يوه تبصره کې ليکلي: « نه يې کفري هېوادونه مني او نه يې اسلامي هېوادونه مني، دا اوس د افغانستان سرنوشت شو».
له دې وړاندې په ګامبیا کې د اسلامي همکاريو سازمان د ناستې په مراسمو کې هم طالب استازي ته ويل شوي و، چې په ډله ييز عکس د ودرېدو حق نه لري، همدارنګه په ايران کې د ولسمشر ريیسي د جنازې په وروستيو مراسمو کې د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال رسمي هرکلی نه و شوی کومه توجه ورته نه وه شوی، او په قطر کې د هغه هېواد له بهرنيو چارو وزير سره د طالب لوړپوړي پلاوي په رسمي ملاقات کې د طالبانو بيرغ نه و پرېښودل شوی چې هلته د يوه سیال هېواد استازولي وکړي، چې دغه کار په ديپلوماټيکو نورمونو کې د حقارت او سپکاوي په مانا دی.