لوبې

د پاریس پارا المپیک سیالۍ: افغانه ذکیه خدادادي اته غوره لوبغاړ کتار کې

د پاریس د پارا المپیک سیالیو په لړ کې د تکواندو افغانې لوبغاړې له یوې بریا وروسته په دويمه لوبه کې ماتې وخوړه، که دې دا سیالي ګټلې وه نیمه پایلوبې ته رسېده؛ خو لا هم يو چانس مخکې لري.

دغه افغانه لوبغاړې چې د کډوالو د نړیوالې کمېټې غړې هم ده، په لومړۍ لوبه کې یې کیوبايي سیاله ماته کړه خو په دويمه لوبه کې له ازبکستانۍ سیالې یې ماتې وخوړه.

هغه لا هم د مډال ګټلو چانس لري، که نوموړې له ترکۍ سیالې نه لوبه وګټي د نو د برونزو د مډال د ګټلو چانس لري.

ذکیه خدادادي يوازېنۍ افغانه ورزشکاره ده چې د پاريس ۲۰۲۴ المپيک د پیل په مراسمو کې يې د المپيک مشال ولېږداوه، په ورته وخت کې طالبانو ویلي وو، چې په المپيک کې ښځینه افغان ورزشکارانې دوی په رسمیت نه پېژني، خو د المپيک نړیوالې کمېټې بیا ویلي وو چې دوی د طالبانو پلاوی نه دی وربللی.

د پاريس په المپيک او پاراالمپيک په سياليو کې ټول يوولس تنو افغان ورزشکارانو ګډون کړی و، چې ۶ تنو (درې ښځينه او درې نارينه) ورزشکارانو د افغانستان په استازولۍ او نور يې د کډوالو د نړيوال ټيم په استازولۍ د دغو سیاليو برخه دي.

د پاریس د پارا المپیک سیالۍ پرون د اګسټ پر ۲۸ مه په سیمه ییز وخت د شپې پر اتو بجو پیل شوې.

په دې سیالیو کې د ۱۸۴ هیوادونو ۴۴۰۰ معلولو ورزشکارانو برخه اخیستې.

دوی به ۱۱ ورځې په ۲۲ ورزشي برخو کې د خپلو سیالانو په وړاندې سیالۍ ترسره کړي.