لوبې
میرویس اشرف د درېیو نورو کلونو لپاره هم پر دنده پاتې شو
د افغانستان د کرکټ بورډ اوسنی رییس میرویس اشرف به د راتلونکو درېیو نورو کلونو لپاره هم د کرکټ مشري وکړ.
کرکټ بورډ وايي، د طالبانو ریاست الوزرا دوی ته یو مکتوب ورلېږلی چې په کې د میرویس اشرف د دندې موده درېیو نورو کلونو لپاره هم غځېدلې ده.
میرویس اشرف په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د رییس په توګه ټاکل شوی دی.