د بدن ښکلا ملي لوبډله په خپل لګښت په نړۍوالو سياليو کې ګډون کوي
د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډله د بدن ښکلا او فیټنس نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
دا سیالۍ په مالدیف هېواد کې جوړېږي او د افغان لوبډلې نهه کسیزه ډله به په کې ګډون وکړي.
د بدن ښکلا او فیټنس فدراسیون پرون خبر ورکړی چې د دې ورزشي رشتې ملي لوبډله به د مالدیف په کوربهتوب د بدن ښکلا او فیټنس ۱۵م پړاو نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه فدراسیون د هغو نهو افغان لوبغاړو نومونه خپاره کړي چې په یادو سیالیو کې به ګډون وکړي؛ په دغو ورزشکارانو کې عليرضا اساهي، محمدایوب اعظمي، نایب مبارز، حمید عمري، نصیبالله عظیمي، مهدي اسلمي، حیلم شریفي، حمید خوشدل او عزتالله بارکزی شامل دي.
سرچینې ویلي چې د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې دغه لوبغاړي په یادو سیالیو کې په خپل مالي لګښت ګډون کوي.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته په مالدیف کې ترسره شي.