هندي پولیس: د بابا صدیق د وژنې په تور دریم کس هم نیولی شوی
د هندي سینما بالیووډ فلمي ستوري سلمان خان ملګری د مهارشترا ایالت پخواني وزیر بابا صدیقي د وژنې په تړاو یو بل کس هم نیول شوی، چې پولیس وايي نه یوازې دا چې پر ټولنیزو رسنیو یې پوسټ لیکلی، بلکې د سازش اصلي شکمن هم دی.
د این ډي ټي وي د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د شوبو لونکر په نوم یو کس په فیسبوک کې یو پوسټ خپور کړ چې پکې ویل شوي ‘بابا صدیقي ځکه ووژل شو چې هغه د هند تر ټولو مطلوب ترهګر داود ابراهیم سره تړاو درلود، او همدا ډول سلمان خان سره نږدې ملګری وو.
ګومان کیږي چې د شوبو لونکر په نامه کس تر شاه به د شوبهم رامیشور لونکر لاس وي چې د بشنوۍ ډلې سره تړاو لري.
دغه ډلې د صدیق بابا د وژنې مسؤلیت منلی.
د لارنس بشنوۍ ډلې د مهاراشترا د پخواني وزیر بابا صدیقي د وژنې پړه پر غاړه اخیستې ده.
دا هماغه ډله ده چې د پنجابي سندرغاړي سیدو موسی والا په وژلو تورنه ده.
بابا صدیقي چې د هند د مهاراشترا ایالت پخوانی وزیر او د سلمان خان او شاه رخ خان په ګډون د بالیووډ د ډېرو ستورو ملګری و، د شنبې په ورځ په ممبۍ کې په ډزو ووژل شو.