لوبې

اسیا جام لپاره د ۱۹کلنۍ کم عمره کرکټ لوبډله اعلان شوه

د اسیا جام او د متحده عربي امارت او پاکستان پر وړاندې د درې اړخېزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو لوبډله اعلان کړه.

په دغه لوبډله کې ۱۸ ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې په اسیا جام او درې اړخیزه لوبلړۍ کې به ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن په همدې موخه ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ چې ۱۵ لوبغاړي یې د عمومي نوملړ او دغه راز درې احتیاطي لوبغاړي د فرعي نوملړ برخه دي.

د نوملړ پر بنسټ، په یاد نوملړ کې محبوب تسکین د لوبډلمشر او ویکټ ساتونکي په توګه، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي چې سربېره پر دې پکې روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو نوملړ ته اضافه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پورتنی نوملړ د یادو درې اړخیزو او نوولس کلنو اسیا جام دواړو سترو لوبلړیو لپاره غوره شوی دی چې لوبغاړو یې له څو پړاونو او کمپونو وروسته د کارکردګۍ ښودلو په پایله کې دغه نوملړ ته لاره موندلې ده. باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم د دغو لوبغاړو لپاره په خوست کې هم تمریناتي او روزنیز کمپ نیول شوی و.