لوبې
کرکټ بورډ: افغان لوبډلې په شارجه کې خپلمنځي سیالي تر سره کړې

افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه پرون په شارجه کرکټ لوبغالي کې خپلمنځي تمرنیاتي لوبه ترسره کړه.
افغان اتلان به د روانې نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه د سیالې بنګالۍ لوبډلې پر وړاندې په شارجه کرکټ لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
ددې ترڅنګ د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله هم د درې اړخیزه سیالیو له پاره دوبۍ ته رسیدلې ده.