لوبې

راشد خان د د ډير عاید لرونکو ورزشکارانو په لیسټ کې شامل شو

د افغانستان د شل اوریزه کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د نړۍ د لوړ عاید لرونکو ورزشکارانو په لیسټ کې شامل شو.

راشد خان چې د کرکټ د خان په نامه هم مهشور دی د میاشتنې ۵۹ میلیونه افغانۍ عاید لري.

د هندي رسنیو د راپورونو  له‌‌ مخې، راشد خان چې د ګوجرات ټیم غړی دی، کلنی معاش یې ۷۰۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.

راشد خان، دا مهال د هند تجارتي سیالیو  (IPL) کې یو له لویو ستورو څخه ګڼل کېږي چې زیات عاید ترلاسه کوي.

یاده دې وي چې دغه نړیوال ستوری د خپل خیریه بنسټ له لارې له خپلو وطنوالو سره دوامداره مالي مرستې کوي.