د افغان کرکټ له مشر روزونکي سره قرارداد وغځول شو
د افغانستان کرکټ بورډ وایې، چې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره یې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره قرارداد وغځول شو.
کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یاد قرارداد د غځولو لامل د ټراټ غوره کارکردګي یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې، ټراټ رول اغیزمن و او پر همدې بنسټ یې د راتلونکي یول کال لپاره ورسره تړون نوی کړ.
«د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره قرارداد وغځاوه، هغه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره مل دی چې د لوبډلې په بریاو کې یې د افغانستان کرکټ لپاره اغېزناک رول درلود.»
د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی جانتن ټراټ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
نوموړی له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره ملګری دی، چې د لوبډلې په بریاوو کې یې د افغانستان کرکټ لپاره اغېزناک رول لوبولی دی.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې
افغان لوبډلې د ټراټ تر روزنې لاندې په تېرو دوو کلونو کې بېساري لاسته راوړنې درلودې د ۲۰۲۴ په نړیوال شل اوریز جام کې پینځه لوبې وګټلې او نیوزیلنډ، اسټرالیا او بنګلهدېش ته یې په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.