په کابل کې یوې مېرمنې د لسګونه نورو ښځو لپاره د خیاطۍ په یوه مرکز کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د یادې کارخونې مسوله صدف افغان وایې، د لاسي صنایعو په دې کار ځای کې نېږدې ۵۰ کونډې، بې سرپرسته او هغه ناچاره ښځو ته د کار زمینه برابره کړې چې، د کورنۍ سرپرستي ورد غاړې او د ورځنيو اړتياوو پوره کولو څوک نه لري.
د هغې په خبره په دې کارځای کې ښځې ګلدوزي، خامک غاړې، ښځينه کالي، مرۍ اوبدلو او نورو بېلابېلو برخو کې توکي برابروي او بیا یې په بازار کې پلوري.
صدف افغان زیاتوي:«په لومړیو کې چې مو دا کارخونه پرانېستله ستونزې زیاتې وې خو د وخت په تېریدو یو څه کمې شوې، اوس راسره په دې کار ځای کې ۵۰ بېوزله، کونډې او ناچاره ښځې کار کوي خیاطي هم زده کوي او د یو جوړ کالیو جوړولو په بدل کې درې سوه افغانۍ هم ورکوم.»
نوموړې زیاتوي دا کار ځای یې د خپلې بلې خور په همکارۍ او د شپېته زره افغانیو په ګډه پانګونه جوړکړی چې، موخه یې د ښځو په کار بوختول او له حلالې لارې د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي .
صدف افغان زیاتوي«که مونږ سره حکومت او نور موسسات همکاري وکړي، نو په پلان کې لرو چې خپل د خیاطۍ دا کار ځای لا پراخه او لسګونه نورو ښځو ته په کې د کار زمینه برابره کړو.»
نوموړې تمه لري که د بازارموندنې او مالي ملاتړ په برخه کې یې لاسنیوی وشي کاروبار به لا پراخ او ډېرې نورې مېرمنې به هم پر کار بوختې کړي.
د هغې په وینا د کار پر وړاندې یې د بریښنا کموالی، د خامو موادو نشتون او کمرنګه بازار هغه ننګونې دي چې د دوی چارې یې ټکنۍ کړي دي.
په دغه مرکز کې په کار بوختې ښځې وايي، دوی د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره کوي.
ګل زمینه چې خاوند یې په تېرو جګړو کې وژل شوی او اوسمهال د شپږو اولادونو سرپرسته ده هره ورځ د خیاطس دغه مرکز ته د کار زده کولو په موخه راځي، هغوی غواړي چې خیاطي زده کړي اوله همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد ستونزې حل کړي.
ګل زمینه زیاتوي:«خاوند مې مړ شوی او د شپږو اولادونو سرپرستي راترغاړې ده، اقتصادي ستونزې مې زیاتې دي خو اوس د خیاطۍ په دې مرکز کې مې کار هم زده کړی او د کالیو ګنډولو په بدل کې پېسې هم راکول کیږي تر ډیره مو پرې د کور ستونزې حل دي.»
بلخوا د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ وزارت وایې، اوسمهال د خیاطۍ د یاد مرکز په څېر په کابل او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولید، لاسي صنایعو او د کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې زرګونه مېرمنې بوختې دي چې، تولیدات یې د هېواد په دننه او بهر کې هم پېرودونکي لري.