لوبې
راشد خان ته نوی مسوولیت وروسپارل شو
کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو کپتان او نړیوال ستوري راشد خان ته نوی مسؤلیت ور سپارل شوی.
هغه تازه د جنوبي افریقا سوداګریز لیګ درېیم پړاو کې د ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبدلې ته د کپتان په توګه ټاکل شوی دی.
هغه د یاد سوداګریز لیګ په لومړي پړاو کې هم د یادې لوبډلې د کپتانۍ تجربه ترسره کړې.
له راشد خان سره په لوبډله کې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم اخیستل شوی دی.
ټاکل شوې دغه لیګ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لسمه پیل او د همدې کال د فبرورۍ په ۹م تاریخ پای ته ورسیږي.