لوبې
د پاکستان اوپنرانو پرلپسې په صفر د سوزیدو او د سلیزو جوړولو ریکارډونه جوړ کړ
کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د پاکستان د کرکټ ملي لوبدلې پیلیز توپ وهونکی عبدالله شفیق د جنوبي افریقا سره د یوه ورځنیو سیالیو په درې پرلپسې لوبو کې په صفر سوزیدو له امله په نړۍ کې د لومړي لوبغاړي په توګه شرمناک ریکارډ جوړ کړ.
عبدالله شفیق په دې لوبلړۍ کې د درې ځلې په صفر سوزیدو ترڅنګ سږ کال ۷ ځله په صفر د سوزیدو له امله هم نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
په ورته وخت کې د دغه هېواد بل پیلیز توپ وهونکي صایم ایوب د درې یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې د دوه سلیزو په کولو سره لومړنی پاکستانی لوبغاړ شو، چې له ۲۳ کلنۍ عمر مخکې یې په یوه ورځنیو لوبو کې درې سلیزې پوره کړې.
د یادونې وړده، چې پاکستان له جنوبي افریقا د درې یوه ورځنیو لوبو سریز درې صفر پخپل نوم کړ.