لوبې

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافۍ مهال وېش اعلان شو

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د کرکت نړیوالې شورا له لورې د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ لوبو مهال ویش اعلان شو، چې د فبرورۍ له ۱۹مې څخه د مارچ تر ۹مې نیټې پورې به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې اته لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي چې په ای ګروپ کې پاکستان، هندوستان، بنګلدېش او  نیوزلینډ لوبډلې شتون لري، دغه راز په بي ګروپ کې افغانستان، انګلستان، اسټرالیا او جنوبي افریقا شتون لري، چې ټولې لوبې به د پاکستان په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ترسره شي.

د چمپینز ټرافۍ ټولې لوبې به د شپې او ورځې لخوا ترسره شي او دغه راز به د هندوستان سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د چمپینز ټرافۍ مهال وېش له مخې؛ د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د فرورۍ په ۱۹مه کراچۍ کې د نیوزلینډ او پاکستان ترمنځ ترسره کیږي، دغه راز به په شلم تاریخ بنګلدېش دوبۍ کې له هند سره سیالي وکړي، خو د فرورۍ په ۲۱م تاریخ به افغانستان خپله لومړۍ لوبه کراچۍ کې د جنوبي افریقا سره ترسره کړي.

د فرورۍ میاشتې په ۲۲مه نیټه به لاهور کې د اسټرالیا او انګلستان، په 23مه نیټه به په دوبۍ کې د پاکستان او هند، د همدې میاشتې په ۲۴م تاریخ به را ولپنډۍ کې د بنګلدېش او نیوزلینډ ترمنځ، ۲۵م تاریخ به د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه په راولپنډۍ لوبغالي کې ترسره شي.

د چمپینز ترافۍ د لوبو په لړ کې به د افغانستان دویمه لوبه د فرورۍ په ۲۶مه نیټه لاهور کې د انګلستان سره ترسره شي، دغه راز به د همدې میاشتې په ۲۷مه نیټه پاکستان په پنډۍ کې له بنګلدېش سره لوبه ترسره کړي.

افغانستان به په چمپینز ټرافۍ کې خپله درېیمه لوبه د فرورۍ په ۲۸مه نیټه په لاهور کې د اسټرالیا لوبډلې سره ترسره کړي، دغه راز به د مارچ په لومړۍ نیټه د جنوبي افریقا او انګلستان ترمنځ په کراچۍ کې سیالی ترسره شي.

د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ټرافۍ لوبو په دوام به د مارچ په دویمه د هند او نیوزلینډ ترمنځ لوبه په دوبۍ کې ترسره شي، دغه راز به د مارچ په ۴مه نیټه لومړۍ نیمه پای لوبه او په ۵مه نیټه به دویمه نیمه پای لوبه په لاهور کې ترسره شي.

که هندوستان نیمه پای لوبې او پای لوبې ته لاره پیدا کړي، نو یوه نیمه پای لوبه او د مارچ په ۹مه به پای لوبه په دوبۍ کې ترسره شي.