لوبې

د افغانستان او زیمبابوۍ لومړۍ ټیسټ لوبه کې راشد نشته، غضنفر به لوبېږي

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

چارواکي وایي، د افغانسان او زیمبابوۍ ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو لړۍ لومړۍ لوبه به پنجشنبه پیل شي، چې الله محمد غضنفر به هم د لوبډلې برخه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې دغه سیالۍ به سبا ۵ شنبه د غرمې ۱۲ نیمې بجې د بولاوایو په کوینز سپورټس کلب لوبغالي کې پیل شي، چې په یوه ورځنیو لوبو کې ځلیدونکی ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر به هم د لوبډلې برخه وي.

بلخوا سرچینو ویلي؛ د هېواد پیاوړی ورو توپ اچوونکی راشد خان اروپا ته په یوه رسمي سفر تللی او په لومړۍ ټسټ لوبه کې به ګډون ونکړي.

د یادونې وړده، چې افغانستان د زیمبابوې په کوربتوب د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبلړۍ ګټلي او ټیسټ لړۍ به سبا پیل شي.