ټیکنالوژي

راتلوونکې اونۍ امریکا کې د ټیک ټاک فعالیت ځنډول کیږي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

خبري سرچینو ویلي، چې ټاکل شوې راتلوونکې یکشنبې ورځې څخه وروسته په امریکا کې د ټیک ټاک فعالیت وځنډول شي.

سلام وطندار  ویب پآنې لیکلي: د چین ټېک‌ټاک دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کارونکي لري.

د دغه خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴کال جنورۍ کې داسې قانون لاسلیک کړ چې د ټېک‌ټاک جوړونکي شرکت بایت‌ډنس باید خپله امریکايي شتمني د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۱۹مې وپلوري، ګنې دغه هېواد کې به یې، فعالیت وتړل شي.

ټېک‌ټاک تېره اوونۍ محکمې ته ویلي، که پرې بندیز ولګول شي، د ۱۷۰ میلیونه کارونکو څخه به یو پر درېیمه برخه له لاسه ورکړي.

د یاد قانون له مخې به امریکا کې په ای‌فون موبایلونو او ګوګل کې د ټېک‌ټاک نوي راښکته کول «ډانلوډ» بند وي او پخواني کارونکي به ټېک‌ټاک کارولی شي.

قانون کې دا هم ویل شوي چې ټېک‌ټاک باید خپلو کارونکو ته داسې لارې چارې جوړې کړي چې دوی وکولای شي، له ټېک‌ټاک اکونټ خپل شخصي معلومات یا ډېټا راښکته کړل شي.

امریکا وايي چې دغه قانون یې، د خپل ملي امنیت خوندیتوب لپاره کړی دی.

ټېک‌ټاک په امریکا کې شاوخوا ۷۰۰۰ کارکوونکي لري او ژمنه یې کړې، که بندیز پرې ولګول شي، خپلو کارکوونکو ته به معاشونه ورکوي.