لوبې

ارشدیپ سنګهـ په شل اوریزو لوبو کې د هند لپاره تر ټولو د زیاتو وېکټو اخیستو ریکارډ ځپل کړ

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د هندوستان د کرکټ ملي لوبدلې تیز توپ اچوونکي ارش دیپ سنګهـ په ۶۱ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د ۹۷ ویکټو په اخیستو لومړنی توپ اچوونکی شو، چې د هندوستان لپاره په دغه فارمټ کې دومره ویکټي اخلي.

تر دې وړاندې دغه مقام د هندي سپینر توپ اچوونکي یوزویندرچهل سره وو، هغه په ۷۹ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۶ ویکټې تر لاسه کړې وې.

د یادونې وړده، چې ارشدیپ سنګهـ یاد مقام تېره شپه د انګلستان سره په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د دوه ویکټو په اخیستو تر لاسه کړ.

دغه لوبه کې هندوستان میلمه لوبدلې انګلستان ته په اوه ویکټو ماتې ورکړې او د ۵ شل اوریزو لوبو سریز کې یې یو صفر برتري تر لاسه کړه.