ټیکنالوژي
انسټاګرام کارونکو ته د ټیک ټاک څخه زیاتې پیسې ورکول پیل کوي
کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د میټا شرکت په یوه نوي پروګرام پیل کړی، ترڅو کارونکي مجبوره کړي، چې د ټیک ټاک پر ځای انسټاګرام وکاروي.
د را پورنو له مخې؛ د Meta د انځور شریکولو ایپ انسټاګرام به د 10,000 څخه تر 50,000 ډالرو پورې میاشتنۍ بونس هغه کسانو ته ورکړي، چې د زیات تعقیبونکو په درلودلو سره خپلې ویډوګانې یا پوسټونه تر ټولو مخکې یواځې د انسټاګرام په ریلز کې خپرې کړي.
د دې پروګرام په اړه تر اوسه میټا پخپله رسمي وضاحت ندی ورکړی، خو تر دې وړاندې په فیس بوک کې هم کارونکو ته په لنډ مهالې توګه د زیاتو پیسو ورکړې پروګرامونه فعال کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې انسټاګرام په وروستیو کې د خپل ریلز ویډیو اندازه له ۹۰ ثانیو څخه درې دقیقو ته لوړه کړې.