لوبې

افغانستان د پاکستان یوې لوبډلې سره سبا تمریناتي لوبه ترسره کوي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د چمپینز ټرافي لوبو له پیل وړاندې به افغانستان له پاکستان او نیوزیلینډ سره دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.

د دغه شورا د اعلامیې له مخې؛ افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د جمعې په ورځ په لاهور کې د پاکستان یوې لوبډلې سره ترسره کړي، چې په کې اکثریت د ملي لوبډلې لوبغاړي دي.

دغه راز به افغانستان خپله دویمه لوبه د راتلوونکې یکشنبې په ورځ له نیوزلینډ لوبډلې سره ترسره کړي.

دوه دواړه لوبې چمپینز ټرافي لوبو ته د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.

افغان لوبډله تېره ورځ په دغه لوبو کې د ګډون په موخه پاکستان ته رسیدلې او دا یې لومړی ځل دی، چې په چمپینز ټرافۍ لوبو کې ګډون کوي.