ښايي هیري بروک له دوه کلن بندیز سره مخ شو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپ وهنکی هیري بروک وروسته له هغې چې په راتلونکي پړاو ای پي ایل سیالیو کې یې له ګډون کولو انکار وکړ د BCCI یا د هندوستان د کرکټ بورډ له لوري د دوه کلنو لپاره بندیز سره مخ شو او نشي کولی چې دوه پړاو ای پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.
۲۶ کلن هیري بروک په ۲۰۲۵ کال ای پي ایل سیالیو کې د پلور په مراسیمو کې د ډهلي کپیټل لوبډلې لخوا په ۶.۲۵ کروړه هندۍ کلدارو باندې واخیستل شو خو د چمپینز ټرافۍ په سیالیو کې یې د لوبډلې له بهر کیدو وروسته یې اعلان وکړچې نغواړي چې په راتلونکي پړاو ای پي ایل سیالیو کې و لوبیږي.
نوموړي تیر کال هم د اخسیتلو وروسته په ای پي ایل کې له ګډون کولو انکار وکړ چې اوس د هندوستان کرکټ بورډ د قوانینو له مخې ښآيي له دوه کلن بندیز سره مخ شي.
هیري بروک په دې پړاو سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لپاره مهم لوبغاړی بلل کېده اوس مهال ډهلي لوبډلې نه دي ويلي چې د بروک پر ځای به کوم لوبغاړی په لوبډله کې شامل کړي.