لوبې

نور احمد په سل بالیزه کرکټ لیګ کې تر ټولو قیمتي لوبغاړی دی.

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ایرلینډ کرکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مالي ستونزو له امله نشي کولی چې په روان کال کې د افغانستان کورتبوب وکړي، خو زیاته کړې ده چې په همدې کال د ویسټ انډيز او انګلنډ سره پلان شوې لوبې کوي.

د افغانستان د کرکټ یو شمیر څاورنکي وايي ایرلینډ کرکټ بورډ مالي ستونزې بهانه نیولي او په اصل نه غواړي چې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي، د دوي پر وینا شاید ایرلینډ د انګلنډ او استرالیا خبرې منلي وي چې وړاند د افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو خبرې کړې وې

بل پلو د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر نیسم الله دانش بیا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي((ایرلینډ په کوربتوب د سیالیو لغوه کولو ترشه اقتصادي نه بلکې نوره ستونزې دي. هر کرکټ بورډ د کال په اول کې د ټولو لوبو لپاره بودیجه ځانګړې کوي او هغه بودیجه د کال له اوله موجوده وي))

د کرکټ یو شمیر افغان مینه وال بیا پر افغان کرکټ نیوکه کوي چې دوي دې کرکټ دې حالت ته نه پریږدي چې د ایرلینډ په څېر لوبډلې دې له افغانستان سره له لوبو کولو انکار وکړي او باید نړیوالو لوبډلو او د کرکټ نړیوالې شورا ته قناعت ورکړي چې سیاست په کرکټ کې داخل نکړي, وايي که کرکټ بورډ همداسې لاس تر ذهنې کیني بدې پایلې لرلی شي.

تراوسه افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ کرکټ بورډ د دې پریکړې په تړاو څه نه دي ویلي، ټاکل شوې وه چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ سره په روان کال کې یوه ټیسټ دری یو ورځینۍ او دری شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.