لوبې
نیوزیلینډ په دویمه شل ارویزه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

( کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
د کوربه نیوزیلینډ او پاکستان ترمنځ په دویمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان نیوزیلینډ ته ۱۳۶ منډو هدف ورکړی وو، چې کوربه لوبډلې د پنځه لوبغاړو په سوزیدو سره په ۱۳.۱ اور کې پوره کړ.
په دغه لوبه کې نیوزیلینډ له پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه کړې وه، چې د اورښت له امله لوبه ۱۵، پنخلس اورونو ته را ښکته شوه.
نیوزیلینډ توپ اچوونکي په دې بریالي شول، چې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوزوي او بیا ټاکل شوی هدف د لوبې په څوارلسم اور کې پوره کړي.
د یادوني وړ ده چې کوربه نیوزیلینډ د پاکستان پر وړاندې د ۵ میچونو سیریز کې دوه صفر برتری ترلاسه کړې ده.