لوبې

ای پي ایل لیګ کې ایمپکټ لوبغاړی لغوه کیږي

کابل ټیلیګراف – ۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ای پي ایل لیګ مسولینو ویلي د هندوستان کرکټ بورډ یا  BCCI سره به په یوه ناسته کې  پرېکړه وکړي چې په ای پي ایل لیګ کې د ایمپکټ لوبغاړی اصولو پریږدي او که کنه خو زیاته کړې ده د لوبغاړو او کرکټ څارنکو شکایتونو ته په کتلو سره شاید دا اصولو له یاد لیګ لرې کړي

د ایمپکټ لوبغاړي رول په ۲۰۲۳ کال کې په لومړي ځل د ای پي ایل سالیو کې اضافه شو دا لوبغاړی په لوبډله کې د دولسم لوبغاړي په حیث کارول کېده لوبډلو ته واک ورکول شوو چې ترڅو له توپ وهنې وروسته یو توپ اچونکی وکاروي کوم چې د لوبې په پایل کې په یو لس کسیز نوملړ کې نه وي او یا هم یو تر توپ اچونې وروسته توپ وهونکی په لوبډله کې اضافه کړي

ایمپکټ لوبغاړي تر ډيره د هندوستان لوبغاړو ته په لوبډله کې د لوبیدو چانس برابر کړی خو د کرکټ څارونکو او لوبغاړو بیا بار بار د نیوکې په شکل ویلي و چې ایمپکټ د کرکټ د اصولو سره خلاف دی او د کرکټ هغه اصلي خوند ورسره له منځه ځي .

اوس تازه د ای پي ایل  لیګ  مسولینو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د هندوستان کرکټ بورډ سره په دې اړه ناسته کوي او ممکن بیرته یاد اصولو د ای آپي ایل سیالیو څخه لرې کړي

د یادونې وړ ده چې یاد اصولو یوازې د هندوستان په کورني کرکټ لیګ ای پي ایل کې پلی کیده