د ای پي ایل سیالیو په لړ کې د عظمت الله عمرزي اړوند لوبډلې د راشدخان او کریم جنت لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
یاده لوبه چې د احمداباد په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه؛ لومړۍ توپوهنه پکې د پنجاب لوبډلې ترسره کړه چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۴۳ منډې ترسره کړې.
توپوهنه کې پنجاب لوبډلې ته لوبډلمشر شیریاس ایر ۹۷ منډې ترسره کړې.
افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي بیا ۱۶ منډې وکړئ او خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه.
راشدخان په توپ اچونه کې په څلورو اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
د ګوجرات لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او د پنځو لوبغاړو په زیان سره په شلو اورونو کې یې ۲۳۲ منډې ترسره کړې.
که څه هم ګوجرات لوبډلې ته سودرشن او بټلر بهترینه توپ وهنه ترسره کړه خو لوبډله یې پرې بریا ته ونشوه رسولی.
عظمت الله عمرزی ۲ اورونه ترسره کړل چې ۲۹ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی پکې ونه سوځاوه.
په ټوله کې افغان لوبغاړي د پخوا په شان ښه ونه ځلېدل.
د یادونې وړ ده چې په نننۍ لوبه کې کریم جنت ته چانس نه و ورکړل شوی.