ټیکنالوژي
د ټیسلا آپټیمس روبوټ د انسانانو په څېر نڅا کولو ویډیو خپره شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک د خپلې کمپنۍ ټیسلا آپټیمس روبوټ د انسانانو په څېر نڅا کولو سره ټول حیران کړل.
ایلن ماسک د انسان په څېر د یوه روبوټ ویډیو خپره کړې، چې په هغې کې روبوټ د انسان په څېر خپل لاسونه او پښې خوځوي او په ښه توګه نڅا کوي.
دا ویډیو د ایکس ټولنیزې شبکې په اکاونټ کې شریکه شوې، چې لیدونکي یې په لیدو حیرانیږي.
د دې په اړه، د آپټیمس انجینر میلان کوواک د ایلون مسک پوسټ بیا شریک کړ او لیکلي یې: “نور شیان به هم ژر راشي، ټیم د راتلوونکې لپاره ډېره سخته هڅه کوي.”
د یادونې وړده، چې ایلون مسک په یوه بیان کې ویلي چې هغه د ۲۰۲۵ کال تر پایه د زرګونو آپټیمس روبوټونو د تولید اراده لري.