عجایب

چین هېواد له چلوونکي پرته بار وړونکې موټرې جوړي کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

چین هېواد په لومړي ځل د کان کیندنې لپاره بې چلوونکي بار وړونکي موټرې جوړ کړي دي.
د چینایي رسنیو په وینا، د حکومت په ملاتړ هوانینګ ګروپ د هواوې ټیکنالوژۍ په مرسته بې چلوونکي بار وړونکي موټرې جوړي کړي دي.

راپور وایي، د فایو جي ایډوانس (5G-A) په مرسته جوړ شوي دا ۱۰۰ بې چلوونکو بار وړونکو موټرو په منګولیا کې په کانونو کې کار پیل کړی دی.
راپور زیاتوي چې دا بار وړونکي موټرې په خپلواکه توګه د توکو بارولو او کښته کولو او په سختو موسمي حالاتو کې د سم فعالیت لپاره ډیزاین شوي دي.