ټیکنالوژي

د فیسبوک نوی فیچر چې تاسو به یې خامخا خوښ کړئ

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

که تاسو په انګلیسي ژبه خبرې کولو یا لیکلو کې له ستونزو سره مخ یاست، خو غواړئ په فیسبوک باندې په دې ژبه پوسټ وکړئ، نو د میټا نوی فیچر به په دې برخه کې مرسته کوونکي وي. 

میټا د فیسبوک او انسټاګرام کاروونکو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ نوي د ژباړې فیچر  معرفي کړی، چې له امله یې د کاروونکو لخوا جوړ شوی مواد په بېلابېلو ژبو ژباړل کېدای شي. 

د دې فیچر اعلان د کمپنۍ له خوا په ۲۰۲۴ کال کې شوی و او اوس رسماً معرفي شوی دی.

د دې اوزارو موخه دا ده چې د بېلابېلو ژبو ویونکو کاروونکو ته فرصت برابر شي ترڅو خپلې ویډیوګانې او ریلز د نړیوالو نندارچیانو لپاره چمتو کړي. 

اوس مهال دا اوزار د انګلیسي او هسپانوي ژبو لپاره کار کوي. 

یعنې تاسو په یوه کلیک سره انګلیسي ریلز په هسپانوي یا هسپانوي ریلز په انګلیسي بدلولی شئ. 

د کمپنۍ په وینا، ژر به د نورو ژبو ملاتړ هم په دې اوزارو کې اضافه شي. 

د دې ترڅنګ، یو فیچر یوازې د فیسبوک کاروونکو لپاره شته چې له مخې یې دوی کولای شي په یوه ویډیو کې څو آډیو ریلز اضافه کړي، ترڅو د زیاتو ژبو نندارچیانو ته مواد ورسېږي. 

له دې سره، ویډیو پورته کوونکي کسان کولای شي د AI پر بنسټ د شونډو همغږي (lip-sync) فیچر هم وکاروي، ترڅو نندارچیانو ته دا احساس نه شي چې ویډیو په بله ژبه ده. 

د کمپنۍ په وینا، هغه ویډیوګانې چې د AI له خوا ایډیټ کېږي، د خلکو د خولې حرکت به د ژباړل شوې ژبې سره سم وي. 

میټا په راتلونکي کې داسې یو فیچر معرفي کولو پلان هم لري چې د بېلابېلو ژبو ویونکي کسان د AI په مرسته په ریښتیني وخت کې خبرې اترې وکړي.