
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلوريدا پوهنتون او د لندن د کولج پوهنتون ګډې څېړونکې ډلې موندلې ده، چې د روانې سليزې له پيل راهيسې د هغو کسانو شمېر په چټک ډول راټيټ شوی دی، چې د شوق له مخې يې په منظم ډول لوست کاوه.
د المان خبري اژانس له راپور سره سم د (American Time Use Survey) له لوري د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ترسره شوې يوه څېړنه کې چې له ۲۳۰ زرو ډېرو ګډونوالو په کې ګډون درلود؛ څېړونکو وليدل چې د کتاب د لوست فرنګ کې «بنسټيز بدلون» راغلی دی او خلک اوس د پخوا په څېر د کتاب پرانيستلو ته زړه نه ښه کوي.
دا خبره ډېره د حيرانتيا وړ ځکه نه ده چې په تېر وخت کې چې په کوم ځايونو او وختونو کې خلک د کتابونو، مجلو او ورځپاڼو په لوستلو ډوب ليدل کېدل، اوس په کې ځوانان او زاړه له خپلو موبايلونو سره بوخت وي.
تېر کال د «ټايمز» او «اتلانتيک» غوندې ورځپاڼو او مجلو داسې مقالې خپرې کړې وې چې د پوهنتونونو استاذانو په کې له دې امله خواشيني ښودلې وه، چې د نن سبا محصلان د لويو يا اوږدو کتابونو د لوست توان نه لري.
په تېر کال کې د “ټایمز” او “اټلانټیک” په څېر ورځپاڼو او مجلو داسې مقالې خپرې کړې چې پکې د پوهنتون استادانو د دې له امله خواشیني څرګنده کړې وه چې اوسني محصلین د اوږدو کتابونو د لوستلو توان نه لري.
د لندن د کولج پوهنتون څېړونکې جيل سونک ويلي:
«له کتابونو څخه دا اندېښمنوونکی واټن يوازې يو کوچنی کمښت نه دی، بلکې دا يو ثابت او دوامداره کمښت دی چې په هر کال کې نږدې ۳ سلنه کمښت په کې راځي.»
څېړونکي په دې باور دي چې «ډیجیټلي کلتور» يعنې د موبايلونو، انټرنيټ او ژر تېرېدونکې منځپانګې لکه لنډو ويډيوګانو کارونې د لوست د کچې په کمېدو کې ستر رول لوبولی دی.
د روان کال په لومړيو کې د چين «تيانجين نورمال» پوهنتون او د امريکا «کالفورنيا – لاس انجلس» پوهنتون اعلان کړه چې د لنډو ويډيوګانو پرلهپسې کتل د «ادراکۍ کمزورۍ» لامل کېږي، کوم چې په «ټېک ټاک دماغ» هم پېژندل کېږي.
د کتاب د نه لوست نور لاملونه هم شته چې اقتصادي او ټولنيز په کې د يادونې وړ دي.
څېړونکي هم وايي چې د کتاب لوستلو د کچې کمښت په ځانګړي ډول د ټیټو عاید لرونکو خلکو او د کلیو د اوسېدونکو ترمنځ لا ډېر دی.
سونک په دې اړه ويلي چې:
“که تاسو په یو وخت کې په څو کارونو بوخت یاست، یا په یوه کلیوالي سیمه کې د ترانسپورت له ستونزو سره مخ یاست، ښایي د کتابتون لیدل درته بېخي ناشوني واوسي».