لوبې

سریلنکا لوبډلې هند ته ماتې ورکړه

د هند او سرېلنکا لوبډلو ترمېنځ د یو ورځینیو لوبو په لړ کې نن جالبه لوبه ترسره شوه، چې سرېلنکا په کې بریا ترلاسه کړه.

د سرېلنکا له لورې ځوان لوبغاړی جیفري ویندرسي د  خپل کرکټ تاریخ غوره توپ اچونه ترسره کړه، او په دې بریا کې یې مهمه ونډه ترسره کړه.

جیفري ویندرسي ۱۰اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او شپږ مهم لوبغاړي یې وسوځول.

هند لوبډله د سرېلنکا ۲۴۰منډو هدف په تعقیب کې په ۲۰۸ منډو وسوځېده او د یو ورځینیو لوبو په دې لوبلړۍ کې یې لومړۍ ماتې ومنله.

د دواړو لوبډلو ترمېنځ لومړۍ سیالۍ مساوي پای ته رسېدلې وه.
دواړه لوبډلې په د اګست میاشتې په اوومه نېټه سره په درېیمه سیالۍ کې مخامخ کېږي.