لوبې
کرکټ پوهان: افغان کرکټ بورډ د یوشمېر لوبغاړو کرکټ تباه کوي
وروسته له هغې چې د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې نهم پړاو لیګ لپاره لوبډلې او لوبغاړي اعلان کړل، په ټولنیزو رسنیو کې افغان کرکټ بورډ باندې سختې نیوکې کېږي.
یوشمېر کارونکو په خپلو لیکنو کې پر افغان کرکټ بورډ تور پورې کړی چې په لوي لاس د یوشمېر ځوانو لوبغاړو راتلونکی تباه کوي او نه غواړي چې دوئ په راتلونکي کې د افغان کرکټ برخه شي.
لیکوال او ژورنالیست یارمحمد پردېس پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: [ ځوان لوبغاړي بهار علي شینواري نوم په یوه لوبډله کې نشته، چې دا کرکټ بورډ بې عدالتي، فساد او سپین سترګي ده]. یوشمېر نورو بیا د تیز توپ اچونکي وفادار مومند نه شتون په اړه پوښتنې راولاړې کړي، چې ولې يې دغه ځوان توپ اچونکی د یوې لوبډلې برخه هم نه دی ګرځولی.
کرکټ بورډ دا ځل شپږیزه لیګ کې راشدخان او محمدنبي نومونه هم اعلان کړي، چې د سږکال لیګ برخه به وي.