پوتین د ټیلګرام له بنسټګر ملاتړ کړی او له فرانسې یې د جديشواهدو غوښتنه کړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتېن د سه شنبې ورځ ناوخته په یوه بیان کې د ټلګرام ټولنېزې شبکې د بنسټګر، پاور دوروف، چې په فرانسه کې زنداني دی ملاتړ کړی او د فرانسې له هېواد څخه یې د جدي شواهدو غوښتنه کړې.
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف، رسنیو ته ویلي که فرانسه د پاول په اړه شواهد وړاندې نکړي نو دا کړنه یې د بیان د ازادۍ د محدودولو پرته بل څه نه ده.
پسکوف همداراز ویلي چې رویسه دوروف ته د دغه هېواد د وګړي په توګه هر ډول مرستې ته چمتو ده خو د هغه فرانسويتابعیت حالت پېچلی کړی دی.
د روسیې حکومت د ټلګرام له بنسټګر څخه داسې مهال ملاتړ کوي چې مخکې یې هڅه کړې وه چې دغه ټلګرام بند کړي او ځلونه یې دغه شبکه په د هغو موادو د نه لرې کولو په وجه جریمه کړې وه چې د روسیې د حکومت په نظر غیرقانوني وو.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د معلوماتو له مخکې، هغه شواهد چې په ایکس او ټیلیګرام ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ښيي چې دوروف وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې یې روسیه پرېښوده، ۵۰ ځله دې هیواد ته سفر کړی دی.