د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هند ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د نیوزلانډ په وړاندې د یوازینۍ پنځه ورځنۍ لوبې لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون په هدف افغان لوبډله هند ته لاړه.
د کرکټ د ملي لوبغاړو دا تمریناتي کمپ سباته د هندوستان په ګرېټر نویډا کرکټ لوبغالي کې پیلیږي.
کرکټ بورډ لا له وړاندې د دغه تمریناتي کمپ لپاره د شلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
په دغو لوبغاړو کې ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمک، رحمت شاه، بهير شاه، اکرام عليخېل، افسر ځاځی، شاهدالله کمال، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، ضيا الرحمان، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهر خان، نجات مسعود، فريد ملک، نويد ځدراڼ، خليل احمد او يما عرب شامل دي.
کرکټ بورډ ویلي چې له تمریناتي کمپ وروسته به ترې د نیوزلانډ سره د ټیسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې لپاره لوبغاړي غوره شي.
ټآکل شوې د راتلونکې سپټمبر میاشتې په نهمه د افغانستان په کوربه توب د نیوزلانډ سره د کرکټ ټیسټ سیالي ترسره شي.
دا د افغانستان او نیوزلانډ ترمنځ لومړنۍ ټیسټ سیالي ده.
افغانستان تر اوسه ټولې اته ټیسټ سیالۍ ترسره کړي چې دوه یې ګټلي پنځه یې بایللي او یوه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.