ذکيه خدادادي په پارا المپیک کې د برونزو مډال وګاټه!
د افغانستان په تاريخ کې دا لومړنۍ افغانه ورزشکاره ده چې په المپيک يا پارا المپيک کې مډال ګټي.
د پارا المپيک په دويمه ورځ تکواندوکارې ذکيه خدادادي له خپلو څلورو سياليو د درېو په ګټنې د برونزو مډال وګاټه.
ذکيې پنجشنبې په ورځ له پيله خپلې کيوبايي سيالې ته ماتې ورکړه، په دويمه لوبه کې يې له ازبکستانۍ سيالې ماته وخوړه اما په خپله درېمه لوبه کې يې ترکۍ سيالې «نورجهان ايکنچي» ته له ماتې ورکولو سره د برونزو مډال ته کانديده شوه.
نورجهان چې په خپل وزن کې نړيواله اتله وه چې د ذکيه خدادادي له لوري د ۱-۹ نومرو په توپير له ماتې سره مخ شوه.
ټاکل شوې وه چې ذکيه د برونزو د مډال لپاره له خپلې مراکشۍ سيالې «نايل لاريف» سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي خو د نوموړې حريفه د ټپ له امله له سيالۍ منصرفه (تېره) شوه او سيالي د خدادادي په ګټه تمامه شوه چې په دې سره نوموړې د برونزو مډال په خپل نوم کړ.
ذکيه خدادادي پرافغانستان د طالبانو له تسلط سره له هېواده کډواله شوه او فرانسې ته يې پناه يوړه. هغه د المپيک د کډوالو د نړيوالې کمېټې د لوبډلې غړې ده، چې پر لاسونو معلوله ده او د معلولينو په المپيک کې سيالۍ کوي.
ذکيې خدادادي په ۲۰۲۰ کال د توکيو په المپيک کې هم د افغانستان په استازولۍ ګډون کړی و او د افغانستان ملي بيرغ يې لېږداوه.
ذکيه داسې مهال د المپيک د برونزو مډال ګټي، چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو په هر ډول ورزش، زده کړو او کار بنديز لګولی. حتا په دې وروستيو کې يې د ښځو حجاب اجباري کړی او حتا د ښځو غږ يې هم عورت او ناروا بللی دی.
د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستيو بنديزونو او محدوديتونو د بشري حقونو د فعاليتو غوسه راپارولې او له نړيوالو يې غوښتي دي چې پر طالبانو محدوديتونه زيات کړي.