لوبې

په لیجنډز کریکټ لیګ کې د درې افغان لوبغاړو ګډون.

د لیجنډز کریکټ لیګ سیالیو لپاره درې افغان کرکټ لوبغاړي‌ په بیلابیلو لوبډلو کې لوبیږي.
د افغان لوبډلې پخوانی لوبډل مشر اصغر افغان به په دغه لیګ کې د ۳۳ لکه هندي روپو په مقابل کې د ګجرات لوبډلې لپاره ولوبیږي.
افسانوي‌ بالر او د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکی حمید حسن به په دغه لیګ کې د ساوترن سوپر سټارز لوبډلې د ۲۰.۹ لکه هندي روپو پیرلی او د دغې لوبډلې لپاره به لوبیږي.
په دغه لیګ کې پلورل شوی درېیم افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری دی.
سمیع الله شینواری د افغان ملي‌ لوبډلی پخوانی توپوهنکی او باتجربه لوبغاړی دی او د ۱۸.۵ لکه هند روپیو په بدل کې به د حیدرآباد لوبډلې لپاره ولوبیږي.
ټاکل شوې د لیجنډز کرکټ لیګ درېیم پړاو سیالۍ د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه په هند کې پیل شي او په ترڅ کې به یې ۲۵ لوبې ترسره شي. په دې لیګ کې ۶ لوبډلې برخه لري. د دې سیالیو پای لوبه د اکتوبر په ۱۶ ترسره کیږي.