سينما

شاه رخ خان د بالیووډ د تر ټولو شتمن سینماګر ریکارډ جوړ کړ

هندي رسنۍ وايي، د بالیووډ ستوري شاه رخ خان د هندي شتمنو سینماګرانو د لېست په سر کې راغلی او د بډایه او پخواني سینماګر امیتابچهن څخه يې شتمني ۳۵۶ سلنه لوړه شوې ده.

راپورونه وايي، اوسمهال د خان شتنمني تر شاوخوا ۷ میلیارد هندي روپو رسېږي.

 د (هورون انډیا ریچ لېسټ) په نوم يوې هندي ادارې د څېړنو پر بنسټ ويلي چې د روان کال تر ټولو شمتن د بالیووډ ستورو کې د شاه رخ خان چې په کېنګ خان هم مشهور دی، لومړی مقام ګټلی او د شتمنۍ کچه يې ۷ اعشاره ۳ میلیارده هندي کلدارې ده.

شاه رخ خان پر اداکارۍ سربېره، د فلمونو جوړولو يو کمني هم لري، د هند غوره لیګ (اي، پي، ايل) کې د کلکته نايټ رايډرز په نوم د لوبډلې مالکیت هم ورسره دی چې د شتمنۍ څه برخه پیسې یې له دغو لارو هم تر لاسه کړې دي.