لوبې
افغان اتلانو درېیمه یو ورځنۍ نړۍواله لوبه پر سویلي افریقې وبایلله
افغان اتلانو د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه سیالې سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله، خو افغان اتلانو په لومړیو دوه سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړې او د دغې لوبلړۍ جام یې په خپل نوم کړ.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان اتلانو د سویلي افریقا پر وړاندې د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۸۹ او محمد غضنفر ۳۱ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د سویلي افریقا لوبډلې په ۳۳م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدلو یاده لوبه په خپلې بریا پای ته ورسوبه.