لوبې

فوټسال کې به افغانستان نن له پاراګوای سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د فوټسال نړیوال جام کې د پاراګوای لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون د مسوولینو د مالوماتو پر بنسټ، دغه لوبه د کابل پر وخت نن چهارشنبه د شپې ۷ نیم بجې د ازبېکستان په تاشکند کې پیلېږي.

د دغه فدراسیون مسوولین د نننۍ لوبې په اړه رسنیو ته د چمتوالي ویلي او په دې تمه دي چې له پارګوای لوبډلې سره به ښه سیالي ترسره کړي.

افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د دغه نړیوال جام په لومړي پړاو کې یوازې یوه سیالي ګټلې وه او په دویم پړاو کې یې دا لومړی سیالي ده.