دټلیګرام اداره: د خپلو کاروونکو ځينې مالومات به له چارواکو سره شریک کړي
د ټیګرام اداره وایي چې له دې ورسته به د خپلو کاروونکو ځينې مالومات د ضرورت په وخت کې د محمکې او یا نور معتبرو قانوني ادارو په غوښتنه له چارواکو سره شریک کړي.
د دغه شبکې بنسټ اېښودونکي پاول دوروف ويلي: په دغه مالوماتو کې چې له چارواکو سره به شریک کیږي د ټلیفون شمیرې او انټرنیټي ادرسونه شامل دي، چې دشبکې په خدمتونو او د محرميت تګلاره کې دا بدلون ښايي مجرمې ډلې د ټېلېګرام له کارونې زړه تورې کړي.
پاول دوروف پر خپل ټېلېګرام چېنل ليکلي، “په داسې حال کې چې د دې شبکې ۹۹.۹۹ سلنه کاروونکي له جرم سره هېڅ تړاو نه لري خو ۰.۰۱ سنله کاروونکي يې په جرمي فعاليتونو کې ښکېل دي چې د ټېلېګرام رنګه يې بده کړې ده او د نژدې يو میليارد کاروونکو ګټې يې له ګواښ سره مخامخ کړې دي دي.”
دا بدلون د ټلیګرام په شبکه کې ورسته له هغې راځي چې ددغه ادارې روسي تابعت لرونکی مشر یې په فرانسه کې ونیول شو.
د ده پر شبکه کې د ماشومانو په اړه د ناوړه محتوا خپرولو، رسولو او تنظيمولو تورونه پورې شوې دي.
د فرانسې د پوليسو يوه وياند رويټرز رسنیو ته ويلي: له پاول دوروف څخه به په دې تړاو پلټنې وکړي چې په وينا يې په ټېلېګرام کې د مالي او سايبري جرمونو په تړاو څېړنو کې يې همکاري نه ده کړې.
ښاغلي دوروف تیره ورځ ويلي چې په خپله شبکه کې د منځګړيتوب يوه ځانګړې ډله ګوماري چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته په ټېلېګرام کې د نامناسبې منځپانګې د خپرېدو مخه ونيسي.