سينما

کانتاس په خپلو سپرلیو د لوڅو شېبو لرونکي فلم د نندارې له امله بخښنه غوښتې

کانتاس هوایي شرکت د پرواز پر وخت له سپرلیو د هغه فلم نندارې له امله بخښنه غوښتې چې بربنډې شېبې یې درلودې.

دغه شرکت د اسټرالیا اړوند دی چې پرون یې له رسنیو سره ویلي چې یاده ستونزه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

له سیډني تر جاپانه د کانتاس شرکت په دغه پرواز کې شاوخوا ۴۰ دقیقې د مسافرو مخ ته په وړو تلوېزیونو کې د ډاډیو Daddio فلم نندارې ته وړاندې شوی و او هیچا نه شو بدلولی، ځکه دا واړه سکرینونه لاک یا قلوف شوي وو.

دا فلم په امریکا کې د بربنډو صحنو او جنسي اړیکو په خاطر تر ۱۷ کلنو کشرانو او په استرالیا کې تر ۱۵ کلنو کشرانو ته له ښودلو منع دی.