لوبې

ای سي سي لا هم په اسټرالیا کې د کرکټ افغان ښځينه لوبغاړو لیک ندی ځواب کړی

د کرکټ نړیوالې شورا لا هم په اسټرالیا کې د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبغاړو لیک ته ځواب ندي ورکړی.

په جولای میاشت کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) څخه په یو لیک کې غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ ښځينه ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې حلیمه نوري رسنیو ته ویلي چې تمه لري په جلا وطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځينه ملي لوبډله جوړه کړي او د افغانستان له پاره سیالۍ ترسره کړي.

د نوموړې په وینا: د کرېکټ نړیوالې شورا تر دې دمه په رسمي ډول زموږ لیک ته ځواب ندی ویلي.

کرکټ بورډ هم په اسټرالیا کې د افغانستان کرکټ د ښځینه ملي لوبډلې د لوبغاړو دغه لیک په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د طالبانو د بیا واکمنیدو سره، زیات شمېر خلک پرېښودو ته اړ شول چې په دې ترڅ کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو زیات شمېر لوبغاړې آسټرالیا ته وړل شوي.