سينما

د بالیووډ لوبغاړي سنجي دت له ۱۶ کلونو وروسته له خپلې مېرمنې سره بیا واده وکړ

د هندي سینما بالیووډ وتلي ستوري سنجیدت له خپلې میرمن مانیتا دت سره د دویم ځل له پاره واده وکړو.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دا د کلیزې ډول واده نه و، بلکې د یوه بشپړ واده په توګه ولمانځل شو او مندر ته په تګ سره منظم اووه ځل ل اور هم تاو شوي.

دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې د دې جوړې د غیږ نیولو ویډیو خپره شوې او خلکو دواړو ته مبارکي ورکړي.

مانیتا دت له دوی سره په تګ کې لیدل کیږي او دودیز سپین شلوار کمیس یې اغوستی دی.

سنجدي دت او میرمن یې مانيتا دت د فبروري په ۷، ۲۰۰۸ کال لومړی واده کړی او دا یې دویم ځل واده وو.

د ۲۰۱۰ کال د اکټوبر په ۲۱ مه دې دې جوړې دوه اولادونه درلودل، د هلک نوم شهران دت او د لور نوم اقرا دت دی.

هیره دې نه وي چې د سنجې دت لومړۍ مېرمن ریچا شرما په ۱۹۹۶ کال کې د مغزي تومور له امله مړه شوه، دوی په ۱۹۸۷ کې واده وکړ.

د سنجي دت مشره لور ریچا شرما تریشالا دت ده چې ۳۶ کلنه ده.

سنجي دت د هندي سینما د یو لوی نوم سنیل دت زوی دی او په ۱۹۸۱ کال کې یې د فلم “راکي” هندي سینما ته راغی. د هغه په ​​مشهورو فلمونو کې کل نایک، واستو، نام، اماندا، مونا بای MBBS، پرینیتا، داس، لاګ راهو مونا بای، KGF 2 او لیو شامل دي.