لوبې
افغان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړل
د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او د نوولس کلنو لوبغاړو اسیا جام سیالیو ته د غوره چمتووالي په موخه تمرینات پیل کړل.
افغان لوبډله به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې په یوه درې اړخیزه لوبلړۍ او دغه راز د روانې نومبر میاشتې په پای کې د نوولس کلنو لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.