افغانستانخبرونه

طالبانو د یک تلویزیون یو خبریال نیولی

کابل ټیلیګراف – ۱۱غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، طالبانو په لوګر ولایت کې د یک تلویزیون خبریال محمد فرید ستانکزی نیولی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، نوموړی پرون د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو ډلې له لورې نیول شوی.

سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د یاد ولایت استخباراتي ادارې د فرید ستانکزي کورنۍ ته ګواښ کړی، چې د هغه د نیولو موضوع رسنیزه نکړي.

یک تلویزیون چې په کابل کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې فعالیت کوي، تر اوسه یې د خپل خبریال د نیولو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پژواک خبریال هم د طالبانو لخوا نیول شوی و، خو د دغه خبري ادارې د څو ورځنۍ خاموشۍ وروسته یې خبریال ازاد او کورنۍ سره یو ځای شو.