د امریکا سترې محکمې هم دغه هېواد کې د ټیک ټاک د بندیدو قانون لاسلیک کړ
کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د امریکا سترې محکمې هغه قانون تایید کړ چې د دغه هېواد ملي امنیت ته د ورپېښو امنیتي ننګوونو پر بنسټ د چین پر ټیکټاک اپلیکیشن یې بندیز ولګاوه.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د قانون له مخې د ټیکټاک ملکیت لرونکی شرکت بایت ډنس اړ دی چې د یکشنبې تر ورځې پورې دا اپلیکیشن وپلوري، ګنې په امریکا کې به یې فعالیتونه په بشپړ ډول بند کړای شي.
د راپور له مخې، د یادې پرېکړې ملاتړ هغه مهال زیات شو چې د کانګرس غړو، په ځانګړي ډول د ملي امنیت پلویانو، ټینګارکاوه چې د ټیکټاک له خوا د کاروونکو د معلوماتو راټولول او د چین سره د دې شرکت اړیکې د ملي امنیت لپاره جدي خطر جوړوي.
بلخوا، امريکا کې چینايي اپليکېشن (رېډنوټ) ته د ګڼو خلکو پام وراوښتی.
رسمي شمېرې ښيي، چې د سږ کال د جنورۍ له ۸ مې نېټې څخه تر ۱۴ مې نېټې پورې په امريکا کې د رېډنوټ د ډونلوډ شمېر د تېرو اوو ورځو په پرتله ۲۰ چنده زیات شوی او د ۲۰۲۴م کال د همدې مودې په پرتله تر ۳۰ چندو زیاتوالی ښيي.